د مهاجرينو چارو وزارت مسلکي مرستيال د بغلان ولايت مسؤلينو او چارواکو سره لينده وکړه

sadam_morr
Sat, Nov 26 2022 12:18 PM
-

د مهاجرينو او راستنېدونکو چارو وزارت مسلکي مرستيال مولوي عبدالرحمن راشد چې په  رسمي سفر بغلان  ولايت ته تلی، د ليندۍ په ( ۵) مه يې د بغلان ولايت د مسؤلينو د همغږۍ په ناسته کې ګډون وکړ.

په دغه ناسته کې د  غلان ولايت والي مولوي سميع الله خزب الله، مرستيال والي، امنيه قومندان، استخباراتو رئيس، پوهنې رئيس، کرنې او يوشمېر ادارو استازو ګډن درلود، چې پکې د مهاجرينو د ښارګوټود شته فرصتونو او ننګونو په اړه خبرې وشوې  او طرفينو ژمنه وکړه د مهاجرينو ښارګوټو کې د شته ستونزو په برخه کې به لازيات  فعاليتونه ترسره کړي.

همدارنګه د مهاجرينو چارو وزارت مسلکي مرستيال د مهاجرينو چارو وزارت او اقتصاد وزارت ترمنځ د لاسليک شوي هوکړه ليک يادونه وکړه ويې ويل، ډېر ژر به د ولايت مسؤلينو ته په وړاندې شي او د ياد هوکړه ليک په پام کې نيولو او عملي کولو سره به د اقتصاد او مهاجرينو چارو رياستونو ترمنځ شته ستونزې حل شي، ځکه په هوکړه ليک کې صلاحيتونو او مسؤليتونه واضح شوي دي.

 

 

Latest news

BACK TO NEWS