د مهاجرينو چارو وزارت اداري ناسته ترسره شوه

Munibullah_Mansoor
Sun, Nov 20 2022 8:35 PM
--

د مهاجرينو او راستنېدونکو چارو د وزير الحاج خليل الرحمن حقاني په مشرۍ نن يکشنبه د لړم په (۲۹) مه د دغه وزارت اداري ناسته ترسره شوه. په دې ناستې کې چې د مهاجرينو چارو وزارت مالي او اداري مرستيال الحاج محمد ارسلاح خروټي، مسلکي مرستيال مولوي عبدالرحمن راشد، رئيسانو او د وزارت د بېلابېلو برخو آمرينو شتون درلود، د تېرې ناستې د پرېکړو، د هغې د تعقيب، مالي او اداري مسايلو او د کارونو د لا ښه والي په اړه خبرې وشوې.

همدارنګه په ترکيې، ايران او پاکستان کې د مېشتو افغان مهاجرو د وضعيت د ښه والي او د يادو هېوادنو څخه د افغان مهاجرينو د راستنېدو د بهير د مديريت او د کار او ټولنيزو چارو وزارت سره د کار زمينې د برابرولو په برخه کې د همغږۍ په اړه هم خبرې وشوې. د مهاجرينو او راستنېدونکو چارو وزير د بېلابېلو برخو د رئيسانو او آمرينو خبرې واورېدې او د هغوی څخه يې غوښتنه وکړه، چې ورسپارل شوي مسؤليتونه په شفاف ډول پرخپل وخت ترسره کړي.

Latest news

Wed, Mar 23 2022 9:28 PM
Background image

A training workshop was held for the heads of the Ministry of Refugees

The Ministry of Refugees, in collaboration with the United Nations High Commissioner for Refugees (UNHCR), organized a three-day training workshop for its Heads and Second Units on the. . .

Thu, Mar 03 2022 5:20 PM
Background image

The Minister of Refugees met with the Deputy Secretary General (IRC)

The Minister of Refugees, Haji Khalil-ur-Rehman Haqqani, met with Mr. Bob Kitchen, Deputy Director General of the International Rescue Committee (IRC), in her office on Thursday, 12 May. . .

Mon, Feb 21 2022 10:17 AM
Background image

The Minister of Refugees and Repatriations traveled to Uruzgan province

Following the official visits of Alhaj Khalil-ur-Rehman Haqqani, Minister of Refugees and Repatriations, he went to Uruzgan province on Saturday, February 20, to review the activities. . .

BACK TO NEWS