الحاج خلیل الرحمان حقاني د کډوالو عالي کمشنرۍ له مشر سره ولیدل

sadam_morr
Sun, Oct 16 2022 11:07 PM
---
د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزیر الحاج خلیل الرحمان حقاني د کډوالو لپاره د ملګروملتونو عالي کمشنرۍ "UNHCR" له مشر ښاغلي "لیونارد زولو" سره په خپل کاري دفتر کې ولیدل
په دغه ناسته کې د مهاجرینو چارو وزارت او یونیسیار ادارې ترمنځ د ګډو همکاریو هوکړه لیک"PPA " په چارو، په ولایتي ریاستونو کې د ظرفیت لوړونې په برنامو او د راتلونکي (2023) کال لپاره د ګډو همکاریو په لومړنیو معلوماتو خبرې وشوې
ښاغلي حقاني وویل، دا چې ژمی نږدې دی، مونږ غواړو، مخکې له دې چې واورې شروع شي او لارې بندې شي؛ لرې ولایتونو ته مرستې ورسوو، ټول کارونه باید په چټکۍ او همغږۍ سره پرمخ ولاړ شي
ښاغلي زولو د خپلو کارونو په اړه حقاني صیب ته معلومات ورکړل او د ګډې همکارۍ له جریان څخه یې خوښي یې څرګنده کړه

Latest news

BACK TO NEWS