د مهاجرينو چارو وزارت د ستراتېژۍ طرحه د يوې ناستې په ترڅ کې تشريح شوه

sadam_morr
Sun, Sep 25 2022 3:21 PM
------

 

 د مهاجرينو او راستنېدونکو چارو وزارت د پېنځه کلنې ستراتېژۍ د تشريح په موخه د تلې په (۳) مه په دغه وزارت کې ناسته ترسره شوه.

 په ناسه کې چې د يوشمېر مرکزي رئيسانو او کارکوونکو په ګډون جوړه شوې وه،د پلان او پالېسۍ رئيس مولوي محمود الحق احدي د ناستې د موخې او جزياتو په اړه معلومات ورکړل.

ورپسې عبدالمقيم افغان د وزارت د پېنځه کلنې ستراتېژۍ د مسودې د ځينو برخو په اړه معلومات ورکړل او د ناستې ګډونوالو په هرې برخه کې خپل نظرونه څرګند کړل . په پام کې ده، چې په راتلونکي ناستې کې پرې خبرې وشي.

Latest news

BACK TO NEWS