د راستنېدونکو د دوامداره بيا يوځای کېدو په اړه د ژنوا د ژمنو پلي کولو په اړه دحکومت د همغږۍ ناسته وشوه

sadam_morr
Mon, Mar 29 2021 8:09 AM
________

دغه ناسته د کډوالو او راستنېدونکو چارو د وزير نور الرحمن اخلاقي په مشرۍ ترسره شوه او د ژنوا په ناسته کې د راستنېدونکو د دوامداره بيا يوځای کېدو په اړه د افغانستان د ژمنو د پلي کولو په څرنګوالي خبرې وشوې.

 

د ملګرو ملتونو دکډوالو ادارې UNHCR د اسيا او اقيانوسيه رئيس انديکارتواتی په کابل کې يې همکارانو، د پوهنې وزارت د تضمين کيفيت مرستيال دوکتور سردار محمد رحمي، د کليو پراختيا  وزارت د برنامو مرستيال دوکتور پوپل حبيبي او د روغتيا وزارت ، کرنې او مالدارۍ او کار او ټولنيزو چارو وزارت استازو په دغه ناسته کې  شتون درلود.

 

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزير وويل: د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت هڅه کوي چې د ژنوا په ناسته کې د افغانستان ژمنې او د سيمه ييز ې ستراتېژۍ د ملاتړ اصلي ډلې ژمنې پوره کړي، چې موخه  د ملي لومړيتوبو په پام کې نيولو سره د راستنېدونکو دوامداره بيا يوځای کېدل او ددوی نه په اغيزمنه توګه ساتنه کول دي.

د هغه په وينا د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت  تل په ملي او نړيوالو ناستو کې د لومړيتوبونو په سيمو او د ښارګوټو په پراختيايي برنامو ټيڼکار کړی.

په ورته وخت کې د ملګرو ملتونو دکډوالو ادارې د اسيا او اقيانوسيا رئيس د ژنوا د ژمنو او د ملاتړ د اصلي ميکانيزم ناستې په اړه وويل: افغان حکومت او نړيوالو همکاران مرسته کوي ترڅو راستنېدونکو او بېځايه شوو ته په عمل کې ګټور خدمات وړاندې کړي. د دولتي ادارو استازو هم د کډوالو او راستنېدونکو چارو  وزارت سره  د راستنېدونکو د دوامداره بيا يوځای کېدو او د ژنوا د ناستې د موخو په ترلاسه کولو کې خپله بشپړه همکاري اعلان کړه.

Latest news

Mon, May 10 2021 9:54 AM
Background image

Deputy Minister Kakar meets Turkish Deputy Ambassador

Wafiullah Kakar, Deputy Minister for Refugee Affairs, spoke in an introductory meeting with the Turkish Deputy Ambassador to Afghanistan, Mr. Atassay Erongun, about the situation of. . .

Sat, May 08 2021 12:40 PM
Background image

Dialogue between Deputy Minister Kakar and EU on Comprehensive Migration Policy

Wafiullah Kakar, Deputy Minister for Refugee Affairs, and the EU Delegation virtually exchanged on the progress made by adopting the Comprehensive Migration Policy (CMP) and the. . .

BACK TO NEWS