دکډوالو په ښارګوټي د بنسټيزو کارونو نه شتون ددې لامل کېږي چې بېرته راستنېدونکي بياکډوال شي

anwari_morr
Wed, Nov 25 2020 2:10 PM
___________

 د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت سرپرست او نوماند وزير نور الرحمن اخلاقي د ترکيې د همغږۍ اوهمکارۍ  (TIKA) د دفتر له رئيس ذهتوچال سره په ليدنه کې وويل: چې د کډوالو په ښارګوټوکې د بنسټيزوکارونو نشتوالی ددې لامل کېږي، چې يوشمېر راستنېدونکي بېرته کډوال شي.

هغه د افغانستان او ترکيې ترمنځ د ايډيالوژيکي، فکري او تاريخي اړيکو په لوستلو سره، په افغانستان کې ددې ادارې دهمکاريو څخه مننه وکړه زياته يې کړه د سولې خبرې د کډوالو په ژوند اغېز کوي او بېرته راستنېدونکوته د خدماتو وړاندې کولو په اړه زموږ چلند بدلون مومي او موږ د يوالي او پرمختګ ترمنځد اړيکو جوړولوهڅه کوو.

ښاغلي اخلاقي د TIKA) ) له دفتر څخه وغوښتل چې د کډوالو په ښارګوټوکې د بنسټيزو کارونو په پلي کولو  او په مرکز او ولايتوکې د ې د ودانيو په جوړولو کې له وزارت سره همکاري وکړي.

 د TIKA) ) ادارې رئيس له افغانستان سره دخپلې اوږدمهاله همکارۍ سربېره وويل: چې دکډوالو په ښارګوټوکې دبنسټيزو کارونو موضوع به په انقره کې ددې ادارې له مرکز دفتر سره شريکه کړي ترڅو دنوي کال په پلانونوکې شامل شي.

 

Latest news

Wed, Mar 23 2022 9:28 PM
Background image

A training workshop was held for the heads of the Ministry of Refugees

The Ministry of Refugees, in collaboration with the United Nations High Commissioner for Refugees (UNHCR), organized a three-day training workshop for its Heads and Second Units on the. . .

Thu, Mar 03 2022 5:20 PM
Background image

The Minister of Refugees met with the Deputy Secretary General (IRC)

The Minister of Refugees, Haji Khalil-ur-Rehman Haqqani, met with Mr. Bob Kitchen, Deputy Director General of the International Rescue Committee (IRC), in her office on Thursday, 12 May. . .

Mon, Feb 21 2022 10:17 AM
Background image

The Minister of Refugees and Repatriations traveled to Uruzgan province

Following the official visits of Alhaj Khalil-ur-Rehman Haqqani, Minister of Refugees and Repatriations, he went to Uruzgan province on Saturday, February 20, to review the activities. . .

BACK TO NEWS