تېره مياشت په هېواد کې نږدې ۳۰ زره کورنيوسره مرستې شوي

anwari_morr
Sun, Oct 25 2020 9:50 AM

تېره مياشت د تلې د لومړۍ نېټې څخه تر ۳۰مې نېټې پورې د هېواد په ۲۶ کې ۲۷۴۲۲ راستنېدونکو او بېځايه شوو کورنيوسره نغدي، خوراکي،غير خوراکي او روغتيايي کڅوړو مرستې شوي.

په دغو مرستو کې اوړه، غنم، غوړي، مالګه، دالنخود، لوبيا، ماشومانو او ميندو لپاره دخوراځواکې مواد، دپخلنځي سامان الات، روغتيايي کڅوړې او نغدي مرستې شاملې وې، چې راستنېدونکو، بېځايه شوو او د طبيعي پېښو له امله اړمنو زيانمنو کورنيوسره په فارياب، کندز، بادغيس، جوجان، کونړ، کاپيسا، غور، بلخ، لغمان، پروان، لوګر، فراه او باميانوکې وېشل شوي دي.

له بلې خوا د هرات ولايت دکډوالوچارو رياست او د کډوالو وزارت سره همکارو ادارو سپورتي سيالۍ او د عامه پوهاوي پروګرامونه  د راستنېدونکو او بېځايه شوو لپاره په دغو ولايتونوکې په لاره اچول شوې وې.

Latest news

Wed, Mar 23 2022 9:28 PM
Background image

A training workshop was held for the heads of the Ministry of Refugees

The Ministry of Refugees, in collaboration with the United Nations High Commissioner for Refugees (UNHCR), organized a three-day training workshop for its Heads and Second Units on the. . .

BACK TO NEWS