کډوالو چارو وزارت د پناه غوښتونکو مرستيال د اروپايي ټولنې له سفيرسره د افغان کډوالو د وضعيت په اړه خبرې وکړې

anwari_morr
Mon, Oct 12 2020 2:02 PM
معین امور پناهندگان با معاون سفیر اتحادیه اروپا در رابطه به وضعیت مهاجران افغان صحبت کرد

په هغه ناسته کې چې د تلې په ۲۰مه په کډوالو چارو وزارت کې ترسره شوه، د کډوالو او راستنېدونکو چاروو وزارت د پناه غوښتونکو مرستيال وفي الله کاکړ د اورپايي ټولنې د سفير آرنوت پاولس سره د افغان کډوالو د وضعيت په اړه خبرې وکړې.

په دغه ناسته کې  اروپايي ټولنې  د کډوالو چارو وزارت سره د ښو او دوستانه اړيکو  او همکاريو پر دوام چې مخکې د قرنطين له امله ځنډول شوې وې خبرې وکړې.

دکډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت د پناه غوښتونکو مرستيال د اروپايي ټولنې سره دګډې اعلاميې پر عملي کولو ټينګار وکړ او له دوی يې وغوښتل چې د اعلاميې پر اساس کوربه هېوادنه بايد زيان منونکو افغان کډوالو ته ځانګړې پاملرنه وکړي.

د افغانستان او اروپايي ټولنې ترمنځ ګډه اعلاميه  په جبري توګه د افغان کډوالو د راستنېدو د مخنيوي په  موخه لاسليک شوه او ددې له مخې افغان پنا ه اخيستونکي په کوربه هېوادونوکې دمنلو له ډېر فرصت څخه برخمن دي.

Latest news

BACK TO NEWS