د مهاجرینو چارو وزیر په جلا ناستو کې د خوست د ګربز او موسي خېلو ولسوالیو له قومي مخورو او علماوو سره وکتل

anwari_morr
Sun, Nov 08 2026 1:39 PM
-

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزیر محترم مولوي عبدالکبیر نن په خپل کاري دفتر کې په جلا ناستو کې د خوست د ګربز او موسي خېلو ولسوالیو له قومي مخورو او علماوو سره وکتل.
د پیل په ناسته کې د ګربزو قومي مخورو او علمای کرامو د افغانستان د ابادۍ او بیا رغونې په موخه د اسلامي امارت لخوا د عامه پروژو په پیل خوښي څرګنده کړه او ویې ویل، چې اسلامي نظام خپل مسوولیتونه په ښه ډول پر مخ وړي او ولس تمه لري چې لرې پرتو سیمو ته لاډېر خدمات ورسېږي.
حاضرو علماوو او مخورو له پاکستان څخه ګربز ولسوالۍ ته د راستنو شویو د ژوند وضعیت او داخلي بېځایه شویو په اړه معلومات وړاندې کړل او وړاندیز یې وکړ، چې اسلامي امارت دې د اړمنو لاس نیوی وکړي او هغوی ته دې د استوګنې لپاره ځمکه ورکړي.
د ناستې پر دوام د ګربزو علمای کرامو او قومي مخورو په خپلو سیمو کې ځينې خدماتو ته د لاس رسي او د ولس د ځمکو په تړاو وړاندیزونه شریک کړل او د همکارۍ غوښتنه یې وکړه.
دغه راز د موسي خېلو قومي مخورو روغتیايي خدمتونو ته د ولس لاس رسي په اړه معلومات وړاندې کړل په دې اړه یې خپل وړاندیزونه شریک کړل.
محترم مولوي عبدالکبیر راغلیو علماوو او مشرانو ته ښه راغلاست وویل او زیاته یې کړه، چې د خوست ولسونو په سختو حالاتو کې له اسلامي نظام سره ګڼې همکارۍ کړې دي او د نورو افغانانو په څېر د اسلامي امارت همکار دي.
محترم وزیر څرګنده کړه، چې اسلامي امارت د ولس د هوساینې لپاره ګڼې لویې او وړې پراختیايي پروژې پیل کړې او هر کال د اسلامي نظام د بودیجې لویه برخه د رغونې چارو ته ځانګړې کېږي.
محترم مولوي عبدالکبیر د ولس د ستونزو حل او د هغوی غوښتنو ته رسېدنه د اسلامي امارت مسوولیت یاد کړ او زیاته یې کړه، چې د ولس وړاندیزونو او غوښتنو ته به د رسېدنې هڅې وشي او د اصولو په رڼا کې به ورته حل لارې ولټول شي.

Latest news

BACK TO NEWS