په مهاجرینو چارو وزارت کې د همکارۍ هوکړه‌لیک لاسلیک شو

anwari_morr
Sat, Jul 11 2026 9:08 AM
-

په مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت کې د افغانستان بیا رغونې انصاري موسسې سره د ۲۸ زره او ۶۶۸ امریکايي ډالرو پر ارزښت د همکارۍ هوکړه‌لیک لاسلیک شو.
دغه پیسې به په کندهار، هلمند او نیمروز کې ۱۱ زره او ۴۵۸ بېځایه شویو، راستنو شویو کورنیو او کوربه ټولنو ته د نغدي مرستواو عامه پوهاوي په برخو کې مصرفېږي.
د ورته هوکړه‌لیکونو لاسلیکول له بېځایه شویو او راستنو شویو څخه د مهاجرینو چارو وزارت ملاتړ ښيي او تمه کېږي، چې د دغې لړۍ دوام به د هغوی د ژوند شرایط ښه کړي.

Latest news

BACK TO NEWS