په نورستان او ننګرهار کې تر دوو زرو زیاتو کورنیو سره مرستې وشوې
روانه اونۍ په نورستان او ننګرهار کې دوه زره او ۵۰ بېځایه شویو، راستنو شویو او اړمنو کورنیو سره خوراکي، نغدي او کاري وسایلو مرستې وشوې.
یادې کورنۍ له وړاندې د مهاجرینو چارو ریاست په همغږۍ د همکارو موسسو له لوري پېژندل شوې وې، چې د همکارو بنسټونو له لوري په نوروستان کې زرو کورنیو سره د ۵ قلمه خوراکي توکو او په ننګرهار کې له یو زر او ۵۰ کورنیو سره ۵ قلمه خوارکي توکو، د خیاطۍ او مبایل ترمیمولو وسایلو او د ۵ زره امریکايي ډالرو مرستې وشوې.
همدارنګه د دې وزارت د همکارو بنسټونو له لوري په بغلان کې ۲ کورنیو سره د څلورو خېمو، د کابل په قره باغ ولسوالۍ کې ۳۸۶ تنو سره د پېژندپاڼو اخيستلو په موخه ۲۸۰ زره او۵۰۰ افغانیو مرستې وشوې.
دغه مرستې زیانمنو کسانو د ملاتړ او د راستنو شویو کډوالو د اقتصادي وضعیت ښهوالي او ستونزو کمولو په موخه وشوې.