د کابل په مهاجرینو ریاست کې د همکارو موسسو له استازو سره د بېځایه شویو وضعیت ته د رسېدنې په موخه ناسته وشوه

anwari_morr

نن د کابل په مهاجرینو او راستنېدونکو چارو ریاست کې د بېځایه شویو وضعیت ته د رسېدنې په موخه، د یاد ریاست رییس مولوي دین محمد حقبین په مشرۍ، د همکارو موسسو له استازو سره ناسته وشوه.
دغه ناسته د هغو بېځایه شویو کورنیو ستونزو ته د رسېدنې او ارزونې په موخه جوړه شوې وه، چې د پاکستان بریدونو له امله له خوست، ننګرهار، کونړ او نورستان څخه کابل ته بېځایه شوې دي.
پیل کې د کابل د مهاجرینو چارو رییس د بېځایه شویو پر ستونزو، ستونزو ته رسېدنې او اړمنو پېژندلو کې پر روڼتیا ټینګار وکړ او له همکارو موسسو یې وغوښتل، چې ژر تر ژره د یادو کورنیو ستونزو ته رسېدنه وکړي.
په اخیر کې پرېکړه وشوه، چې په لومړي پړاو کې به د بېځایه شويو د اړیکو شمېرې، پته او معلومات تثبیت او د پنجشنبې په ورځ به د مهاجرینو چارو ریاست سره په همغږۍ د همکارو موسسو له لوري د هغوی د پېژندلو لړۍ پیل کړي، چې تر هغې وروسته به بېځایه شویو کورنیو ته مرستې ورکړل شي.