د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزیر محترم مولوي عبدالکبیر د پکتیا ولایت له مرستیال والي مولوي انعام الله صلاح الدین سره وکتل

sadam_morr
Mon, Apr 27 2026 2:46 PM
_

په دې لیدنه کې، چې په پکتیا کې د راستنو شویو په اړه خبرې وشوې، مولوي انعام الله صلاح الدین په یاد ولایت کې د راستنو شویو لپاره د قطر لخوا د استوګنې د یوه ښارګوټي د رغنیزو چارو په اړه معلومات وړاندې کړل او زیاته یې کړه، چې د یاد ښارګوټي چارې په ښه ډول پر مخ روانې دي او تمه ده، چې ژر به ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.
ښاغلي مرستیال والي د پکتیا په احمد آباد او روحاني بابا ولسوالیو کې د راستنو شویو لپاره د دوو ښارګوټو د لومړنیو چارو د پیل یادونه وکړه او څرګنده یې کړه، چې د یادو ښارګوټو د ځمکو له وېش سره به ګڼو راستنو شویو کورنیو ته دایمي سرپناه چمتو شي.
د ناستې پر دوام د پکتیا مرستیال والي د خپلو وړاندیزونو شریکولو پر مهال په دغه ولایت کې د راستنو شویو لپاره لنډمهاله سرپنا په موخه د خېمو، اړتیا وړ اسانتیاوو او د چارو د سمون غوښتنه وکړه.
محترم مولوي عبدالکبیر د پکتیا مرستیال والي ته ښه راغلاست وویل او د کډوالو او راستنېدونکو په برخه کې یې د اسلامي امارت د ادارو د هڅو ستاینه وکړه.
محترم وزیر راستنو شویو ته کاري فرصتونه او دایمي سرپنا چمتو کول اړینه وبلله او زیاته یې کړه، چې اسلامي امارت له هرې  ممکنې لارې د راستنو شویو د ستونزو د حل هڅې کوي.
د ناستې په پای کې محترم مولوي عبدالکبیر شويو وړاندیزونه ته د رسېدنې یادونه وکړه او زیاته یې کړه، چې اسلامي امارت خپل امکانات له راستنو شویو نه سپموي.

Latest news

BACK TO NEWS