د مهاجرینو چارو وزارت کې نږدې د ۳ میلیونو ډالرو پر ارزښت ۳ هوکړه‌لیکونه لاسلیک شول

sadam_morr
Sun, Apr 26 2026 2:24 PM
_

د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت او د انکشافي و اجتماعي رازي، بشري صلح سازان افغان، دوستي مردم فرانسه با افغان ها موسسو ترمنځ د ۲ میلیونه ۸۹۸ زره او ۹۴۷ امریکايي ډالرو پر ارزښت د همکارۍ ۳ هوکړه‌لیکونه لاسلیک شول.
دغه پیسې به په کابل، لوګر، کاپیسا، پکتیا، خوست، غزني، کونړ، میدان وردګو، ننګرهار، لغمان، پروان، بامیانو، هرات او بادغیس کې ۵ زره ۹۵۲ کورنیو او ۸۲ زره ۶۱۸ بېځایه شویو او راستنو شویو کسانو ته د حرفوي زده‌کړو، د کوچنیو کاروبارونو په رامنځته کولو او د خوراکي توکو وېش په برخو کې مصرفېږي.
اسلامي امارت او د مهاجرینو چارو وزارت ژمن دي، چې له همکارو بنسټونو سره په ګډه په هېواد کې راستنو شویو او بېځایه شویو کورنیو ته لا ښه خدمتونو وړاندې کړي.

Latest news

BACK TO NEWS