د مهاجرینو چارو وزارت لسګونه کارمندان د مدیریتي ښوونیزو برنامو فراغت سندونه تر لاسه کړل.

anwari_morr
Thu, Jan 29 2026 9:14 AM

د مهاجرینو چارو وزارت ۵۳ تنه کارمندان د ارتباطاتو مدیریت، اداري مراسلاتو، انګلیسي ژبې، د کمپیوټر اساساتو او ایمیل ښوونیزو برنامو تر بشپړولو وروسته، چې د کارکوونکو چارو ریاست د ظرفیت لوړونې امریت له لوري جوړې شوې وې، د فراغت سندونه تر لاسه کړل.
په دغه غونډه کې، چې د وزارت د غونډو په تالار کې جوړه شوې وه، د یاد وزارت مالي او اداري معین شیخ کلیم الرحمن فاني په خپلو خبرو کې فارغانو ته وویل، چې له دغو برنامو څخه د خپل هېواد او ولس د خدمت لپاره پوره وګټه واخلي.
همدارنګه د یاد وزارت د دعوت او ارشاد رییس مولوی محمدجان خدرخیل د عصري زده کړو پر ارزښت او تر لاسه کولو ټینګار وکړ.
د غونډې په پای کې فارغو کارمندانو ته د مالي او اداري معین، د دعوت او ارشاد، کارکوونکو چارو او د موسسو د انسجام رییسانو له لوري د فراغت سندونه ورکړل شول

Latest news

BACK TO NEWS