د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې تر زرو زیاتو کورنیو سره مرستې وشوې
په روانه اونۍ کې په پکتیکا، بغلان، ننګرهار، جوزجان، فراه، لغمان، ازرګان، بامیان او بادغیس ولایتونو کې له ۱۰۶۱ راستنو شویو او بېځایه شویو کورنیو، اړمنو، معلولو، بې سرپرستو، ناروغو او کوربه ټولنو سره نغدي او د چرګوڼو روزنې وسایلو مرستې وشوې.
د دویمې واحدونو د معلوماتو له مخې، د کډوالو چارو وزارت تر پېژندنې وروسته، د همکارو بنسټونو له لوري په پکتیکا کې ۲۵ کورنیو ته ۳۷۵ زره افغانۍ، په بغلان کې ۴۴ کورنیو ته ۲۴۷ زره افغانۍ او د چرګوڼو روزنې ۱۶ ډوله وسایل، په ننګرهار کې ۶۲۹ کورنیو ته ۱۳ میلیونه ۷۴۲ زره او ۵ سوه افغانۍ، په جوزجان کې ۷۷ کورنیو ته ۶۸۱ زره افغانۍ او د چرګوڼو روزنې ۱۰ ډوله وسایل، په فراه کې ۱۳ کورنیو ته ۱۰۴ زره افغانۍ، په لغمان کې ۱۳۳ کورنیو ته پینځه میلیونه او ۷۱۴زره افغانۍ، په بامیانو کې ۶۰ کورنیو ته شپږ زره امریکايي ډالره، په بادغیس کې ۴۹ کورنیو ته ۶۵۶ زره او ۵۷۲ افغانۍ او په ارزګان کې ۳۱ کورنیو ته ۴۶ زره او ۵ سوه افغانۍ ووېشل شوې.
همدارنګه د همکارو بنسټونو له لوري د کابل ښار په بېلابېلو ناحیو کې ۱۸۳ تنو ته۱۷۲ زره افغان او د خیاطۍ ۱۰ ډوله وسایل، په دایکندي کې ۱۵۸ تنو ته درې میلیونه ۵۲۳ زره او ۸ سوه افغانۍ، په فراه کې ۱۱۴ تنو ته ۹۳۲ زره افغانۍ او روغتیاي کڅوړې د کډوالو چارو وزارت تر پېژندنې وروسته ووېشل شوې.