هرات کې د ترافیکي پېښې په هکله د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت د خواشینۍ پیغام
په خورا خواشینۍ سره خبر شوو، چې له ایران څخه د راستنېدونکو هېوادوالو یو موټر د هرات-اسلام قلعه پر لار ترافیکي پېښه کړې ده، چې په کې سپاره ۷۶ راستانه شوي هېوادوال مو په کې شهیدان او دوه کسه ټپیان شوي دي.
انالله و انا الیه راجعون
د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت د دغې غمیزې شهیدانو ته د جنت الفردوس او ټپیانو ته د بشپړې روغتیا دعا کوي او د قربانیانو له کورنیو او خپلوانو سره خپله ژوره خواخوږي او غمشریکي څرګندوو.
د مهاجرینو چارو وزارت به د شهیدانو او ټپيانو له کورنیو سره د مرستې او د هغوي د پوښتنې په موخه له نږدې وګوري؛ د مهاجرینو له اړوندو بنسټونو او ادارو څخه هیله کوو، چې د انساني مسوولیت له مخې د پېښې د قربانیانو او ټپیانو له کورنیو سره له مرستې خپل امکانات ونه سپموي.
د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت