ننګرهار کې د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمیشنرۍ په مختلفو برخو کې خپلې مرستې پیاوړې کوي

sadam_morr
د ننګرهار کډوالو او راستنېدونکو چارو رییس بازمحمد عبدالرحمن او د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ مسوول تر منځ ناسته شوې او په یاد ولایت کې د راستنېدونکو پر ستونزو خبرې شوې.
د کډوالو رییس وویل: دا چې ننګرهار یو سرحدي ولایت دی او ډېری کډوال په دغه ولایت کې ځای پر ځای کیږي، باید د راستنېدونکو سره مرستې زیاتې شي.
نوموړي همداراز د راستنېدونکو اصلی ستونزې لکه سرپناوو، د څښاک پاکو اوبو، نغدي او خوراکي توکو مرستې، مسلکي روزنې، کرنې، کوچني کاروبارونه او ډېری نورو برخو یادونه وکړه، چې د یادې کمېشنرۍ مسوول له لوري ډاډ ورکړل شو.
بل لورته د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ مسوول وویل: پلان لري چې په ګڼو ولسوالیو کې د راستنېدونکو لپاره د حرفه يي زده کړو، نغدي مرستو او سرپناه په برخو کې زمینه برابره کړي.
ده په یاد ولایت کې د خپلو پروژو د پلې کېدو پر مهال د ننګرهار کډوالو ریاست له همکارۍ مننه وکړه.