په فارياب ولايت کې د راستنېدونکو او داخلي بې ځايه شويو د تلپاتې مېشتېدنې کمېټې دويمه ناسته ترسره شوه

sadam_morr
د زمري میاشتې په ۵ مه نیټه په فارياب ولايت کې د راستنېدونکو او داخلي بې ځايه شويو د تلپاتې مېشتېدنې کمېټې دويمه ناسته د همکارو ادارو د استازو په ګډون ترسره شوه.
د فاریاب ولایت د کډوالو رییس ملا سيف الدين جهادي د هغو مهاجرينو په اړه معلومات ورکړل، چې په سيستم کې ثبت شوي وو او د همکارو ادارو څخه يې د همکارۍ غوښتنه کړې وه.
د غونډې کډونوالو د راستنېدونکو په برخه کې د خپلو فعاليتونو او کارونو په اړه معلومات وړاندې کړل او ژمنه يې وکړه، چې د هغو مهاجرو کورنيو لپاره، چې په دې وروستيو کې د ايران او پاکستان له لارې په جبري توګه اخراج شوې د زياتو پروژو د جذبولو په برخه کې به همکاري وکړي.
په پای کې د کډالو رييس د هغو روغتونونو څخه مننه وکړه، چې د مهاجرو ناروغانو په درملنه کې يې همکاري کړې وه.