په پروان ولایت کې یو عراده امبولانس د روغتیایی پرسونل سره یو ځاې، بېرته راستنېدونکو لپاره روغتیایي خدمات وړاندې کوي

د پروان ولایت د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو ریاست د غوښتنې او د عامې روغتیا ریاست د همغږۍ پر بنسټ، یو عراده ګرځنده امبولانس موټر له اړینو روغتیايي کارکوونکو سره سمبال شوی، تر څو بېرته راستنېدونکو ته عاجل او لومړني روغتیایي خدمات وړاندې کړي.
یاد امبولانس د کډوالو ریاست ودانۍ کې ځای پر ځای شوی او روغتیايي ټیم هره ورځ سهار له ۸ بجو تر غرمې ۱۲ بجو پورې مراجعینو ته لومړني روغتیایي خدمات، مشورې او د ضروري دواګانو وړیا وېش کوي.