د دغه اونۍ په جریان کې، شپږو ولایتونو کې له ۲ زرو څخه زیاتو کورنیو سره مرسته وشوه

anwari_morr
-
په کابل، سرپل، فراه، بادغیس، کاپیسا او جوزجان ولایتونو کې له ۲۰۸۷ راستنو شويو، بې‌ځایه شويو او ځایې اوسیدونکو کورنیو سره د خوړو، نغدي پیسو او سولر دستګاوو مرستې شوې دي.
پورته یادې شوې کورنۍ تر دې وړاندې د یادو ولایتونو د کډوالو چارو ریاستونو له خوا په ولسوالیو او مرکزونو کې مستحقې پېژندل شوې وې.
په سرپل ولایت کې له ۶۹۹ کورنیو سره د ۲،۶۹۶،۸۵۰ افغانیو او اووه قلمه خوراکي توکو مرسته شوې ده، په بادغیس ولایت کې له ۳ کورنیو سره، ۱۲۳،۵۰۰ افغانیو مرسته شوې ده، په فراه ولایت کې ۱۰۳ کورنیو ته دوه قلمه خوراکي توکي، یوه پایه سولر او یوه پایه کولر ورکړل شوې ده، په جوزجان ولایت کې له ۶۹۶ کورنیو سره، دوه قلمه خوراکي توکي او ۹،۷۶۶،۹۹۰ افغانیو مرسته شوې ده، په کابل ولایت کې له ۳۱۳ کورنیو سره ۲،۰۱۸،۴۵۰ افغانیو مرسته شوې ده او په کاپیسا ولایت کې له ۲۷۳ مستحقو کورنیو سره، د سرپناه جوړولو لپاره د ۱۹۱۱۰۰ امریکایي ډالرو مرسته شوې ده.
دا مرستې د همکارو بنسټونو له خوا برابرې شوې وې او د یادو ولایتونو د کډوالو ریاستونو تر څار لاندې وېشل شوې دي.