دایکندې کې د دایمي مېشتېدنې کمېټې ناسته وشوه.

anwari_morr
دایکندي ولایت کې د مرستیال والي په مشرۍ د چنګاښ په ۲۲ د دایمي مېشتېدنې کمېټې ناسته وشوه.
په دې غونډه کې د راستنېدونکو د احصايې معلومولو لپاره د ولسوالانو سره په همغږي، د ولسوالیو په کچه د راستنېدونکو لپاره د سیمې وضعیت په اړه د معلوماتو چمتو کول او همکاري، د مناسبو حل لارو موندلو او د امارتي مرستندویه ادارو او موسساتو سره په همکارۍ او د مهاجرینو چارو وزارت د محترم مشرتابه تر لارښوونې لاندې د ځمکې د ویش په اړه د اړینو مرستو د راجلبولو په اړه بحث او نظرونو تبادله وشوه.