د پاکستان له زندانونو څه باندې ۵۰۰ تنه افغان بندیان ازاد شول

anwari_morr

د غبرګولي میاشتې له ۲۸ مې نیټې څخه تر ۳۰ مې نیټې پورې ۵۲۰  تنه افغان بندیان، چې د پاکستان په بند خونو کې و؛ ازاد او هیواد ته راستانه شول.
د کندهار او ننګرهار ولایتونو د سپین بولدک او تورخم د مهاجرینو د لیږد امریتونو د معلوماتو پر اساس یاد شوي کسان د پاکستان په بېلابېلو سیمو کې نیول شوي او د یوې ورځې څخه تر ۳ ورځو پورې په بند خونو کې ساتل شوي وو.
د نوم لیکنې او بشري مرستو د ترلاسه کولو وروسته یاد کسان خپلو اصلي مېنو ته ولیږدول شول.