په فراه ولایت کې نږدې ۳۰۰ کورنیو ته د غیر خوراکي توکو مرستو ووېشل شوې

د غبرګولي میاشتې په ۱۲مه نېټه په فراه ولایت کې ۲۹۰ کورنیو ته غیر خوراکي مرستې ووېشل شوې.
یادې کورنۍ، چې مخکې سروې او پېژندل شوې وې د همکارو بنسټونو له لوري هرې کورنۍ ته ۳ تختې کمپلې، ۲تختې ترپال، یو بسته د پخلنځي وسایل او دوه دانې د اوبو بوشکې ورکړل شوې.