په سرپل ولایت کې سلګونو کورنیو ته مرستې وویشل شوې

د غوایي میاشتې په ۱۱ مه نیټه د سرپل ولایت په مرکز او ولسوالیو کې ۲۵۰ راستنېدونکو، بې ځایه شویو او اړمنو کورنیو ته د غیر خوراکي توکو مرستې وشوې.
یادې شوې کورنۍ، چې له دې وړاندې سروې او پېژندل شوې وې، چې دا مهال د همکارو بنسټونو له لوري هرې کورنۍ ته ۳ دانې کمپلې، ۲ دانې ترپال، یو سيټ د پخلنځي لوښي او ۲ دانې د اوبو بوشکې ورته توزیع شوې.