په لغمان ولایت کې د ۴.۶ میلیون افغانیو په ارزښت د پاکو اوبو دوه شبکې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې

sadam_morr
-
د غوایي میاشتې په ۸ مه نیټه د لغمان ولایت د الینګار ولسوالۍ په لوکاړ او سالاب علیا کلیو کې د ۴.۶ میلیون افغانیو په ارزښت د پاکو اوبو دوه شبکې، چې یوه یې نوې جوړه او بله یې ترمیم شوې ده د همکارو بنسټونو په مالي ملاتړ او د یاد ولایت د کډوالو ریاست په همکارۍ ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې.
په دې مراسمو کې د لغمان ولایت د کډوالو رییس مولوي غلام الرحمن بلال، د اقتصاد رییس مولوي جان محمد حامد، د ډاکار موسسې استازي او قومي مشرانو ګډون درلود. ددې شبکو له لارې ۵۲۰ کورنیو ته د پاکو اوبو په برخه کې زمینه برابره کړه.
سیمه‌ییزو خلکو او چارواکو د دې پروژې له امله مننه وکړه او د لا زیاتو همکاریو غوښتنه یې وکړه.