په کندز ولایت کې له ۱۰۰ زیاتو کورنیو سره نغدي مرستې وشوې

د غوایي میاشتې په ۷مه نیټه په کندز ولایت کې ۱۴۷ کورنیو ته نغدي مرستې ووېشل شوې.
یادې راستنې شوې کورنۍ، چې د کډوالو ریاست له لوري په دشت ارچي ولسوالۍ کې پېژندل شوې وې، چې د همکارو بنسټونو له لوري هرې کورنۍ ته ۲۱ زره او ۹۵۵ افغانۍ ورته وویشل شوې.