د لغمان ولایت په لنډ مهاله میشت غالي کې ۱۰ خیمې نصب شوې

د غوایي میاشتې په ۶ مه نیټه د لغمان ولایت په لنډ مهاله میشت غالي کې د جبري راستنېدونکو مهاجرینو د هرکلي لپاره ۱۰ خیمې نصب شوې.
د لغمان د مهاجرینو رییس مولوي غلام رحمن بلال په وینا، یادې خیمې د طبیعي پېښو سره د مبارزې ادارې او سرې میاشتې مرسته ده. د دې ترڅنګ، کمېټه د کمپ اوسېدونکو راستنېدونکو کورنیو لپاره په ورځ کې درې وخته خواړه، د څښاک اوبه او نورې لومړنۍ اړتیاوې هم برابروي.