د کابل په ښار کې له زرو ډېرو کسانو سره مرسته وشوه
د وري میاشتې په ۳۰ مه نیټه د کابل ښار په ۱۳ ناحیه کې د ۶۳۳ اړمنو کسانو سره نغدي مرستې وشوې.
یادې شوي کسان، چې د کابل د کډوالو ریاست له لوري مخکې سروې شوي وو، هر کس ته ۲ زره او ۹۰۰ افغاني نغدي مرسته وویشل شوه.
د یو بل خبر له مخې د وري په ۳۰ مه نیټه د کابل ښار په ۷ ناحیه کې له ۵۱۰ اړمنو کورنیو سره نغدي مرسته او د خوارځواکۍ یوه کڅوړه د همکارو بنسټونو له لوري پرې وویشل شوه.