په فراه ښار کې د جبري راستنېدونکو لپاره لڼد مهالی میشت غالی جوړ شو

sadam_morr
د وري میاشتې په ۲۶ مه نیټه د فراه ولایت د مهاجرینو او راستنېدونکو ریاست له لوري د پاکستان له هېواد څخه د ۲۳ راستنېدونکو کورنیو لپاره، چې په جبري توګه ایستل شوي وو د فراه ښار په مرکز باغ پل سیمه کې لنډ مهالی میشت غالی جوړ شو. د ولایتي کمېټې له لارې دغه کورنیو ته یوه خیمه، یوه روغتیایي کڅوړه، دوه وخته خواړه او یوه بوجۍ اوړو مرسته ور سره وشوه.