په عمري میشت غالي کې د پاکو اوبو د جوړولو یوه لویه شبکه جوړیږي

د وري میاشتې په ۲۵ مه نیټه د ننګرهار ولایت د کډوالو او راستنېدونکو رییس حاجي باز محمد عبدالرحمن د تورخم په عمري میشت غالي کې د یونیسف له مسوولینو سره وکتل.
د یونیسف وویل: په عمري لنډمهاله میشت غالي کې به د پاکو اوبو یوه لویه شبکه جوړوي؛ ترڅو ټولو راستنېدونکو کډوالو ته د اوبو اسانتیا برابره شي. د کډوالو رییس د یونیسف له مسوولینو مننه وکړه او د نورو پرختیایي پروژو د همکارۍ هیله یې څرګنده کړه.