په کابل ښار له ۱۰۲ راستنېدونکو کورنيو سره مرسته وشوه

د وري میاشتې په ۲۴ مه نیټه د کابل ولايت په قره باغ ولسوالۍ کې له ۱۰۲ راستنېدونکو کورنيو سره نغدي مرسته وشوه.
یادې شوې کورنۍ د کابل د کډوالو ریاست له لوري سروې شوې وې، چې د همکارو بنسټونو په ملاتړ هرې کورنۍ ته ۶۴ زره او ۷۱۸ افغانۍ نغدي مرسته ورکړل شوه.