کابل ښار کې تر زرو زیاتو کورنيو سره مرسته وشوه

sadam_morr
د کابل ښار په ۹ او ۱۳ ناحیو کې یو زر ۶۹۴ کورنیو ته وړمه ورځ د کب پر ۲۱مه نېټه د کابل د مهاجرينو رياست په هلو ځلو او د مهاجرینو چارو وزارت د همکار بنسټ په مالي همکارۍ د ٢ زره ٩٠٠ افغانيو او د خوارځواکۍ د یوې کڅوړې مرسته ووېشل شوه.