کابل ښار کې څه باندې دوه زره کورنيو ته مرسته ووېشل شوه

sadam_morr
دکابل ښار په شپږمه ناحیه کې له ۲ زره ۱۳۰ کورنیو سره وړمه ورځ د کابل د مهاجرينو رياست په هلو ځلو او د مهاجرینو چارو وزارت د همکار بنسټ په مالي همکارۍد ٢ زره ٩٠٠ افغانيو او د خوارځواکۍ د یوې کڅوړې مرسته وشوه.
دغه راز د یو بل خبر له مخې وړمه ورځ د کابل ښار په ۱۵مه ناحیه کې پر ۳زره ۸۳۹ مستحقو کسانو نغدي مرسته ووېشل شوه.
هر یوه ته ۲زره ۹۰۰ افغانۍ او د خوارځواکۍ یوه کڅوړه ورکړل شوه.