په پاکستان کې لسګونه افغان کډوال له زندانه خوشې شول

sadam_morr
په پاکستان کې بندیان شوي ۵۱ افغان کډوال د کب میاشتې په ۹مه نیټه له بند څخه خوشې او هیواد ته راستانه شول.
د کندهار ولایت د سپین بولدک سرحدي امریت د معلوماتو له مخې یاد شوي کسان د پاکستان د بلوچستان ولایت په بېلابېلو برخو کې د قانوني اسنادو د نه درلودو له امله نیول شوي وو او د بشري مرستو د ترلاسه کولو وروسته خپلو اصلي ځایونو ته ولیودول شول. یاد بندیان 45 ورځې د پاکستان په بند خونو کې ساتل شوي وو.