د افغان کډوالو له برخې څخه د حاجیانو د نوملیکنې خبرتیا

sadam_morr

د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت په پام کې لري، چې د افغان کډوالو له برخې څخه د حاجیانو نوملیکنه د روان ۱۴۴۶ هجري قمري کال د شعبان له ۵ نېټې څخه تر ۱۵ نېټې پورې، چې د ۱۴۰۳ لمریز کال د سلواغې له ۱۶ څخه تر ۳۰ نېټې سره برابره ده، پیل کړي.

له همدې امله هغو افغان کډوالو ته چې له ایران او پاکستان پرته په نورو هېوادونو کې مېشت دي او غواړي چې د دې کال د حج په پروسه کې برخه واخلي، خبر ورکول کېږي، چې د وزارت له ویبپاڼې څخه فورم ترلاسه کړي او له ډکولو وروسته خپل اسناد لکه تذکره، پاسپورټ د کډوالۍ له نورو اسنادو سر په لاندې برېښنالیک پته راولېږي.

(PVR.morr@gmail.com)

د اړتیا پرمهال له دې شمېرې سره اړیکه ونیسئ:

۰۰۹۳۲۰۲۹۵۱۳۹۰

علاقه مندان کولی شي د حج فریضې فورم له لاندې لینک څخه ترلاسه کړي.

د فورم ډانلوډ