له قومي مخورو سره د مهاجرینو او بېرته راستنېدونکو چارو د وزېر لیدنه

sadam_morr
Mon, Jan 20 2025 12:40 PM

د مهاجرینو او بېرته راستنېدونکو چارو وزېر محترم مولوي عبدالکبیر په جلاجلا ناستو کې د لوګر او ننګرهار ولایتونو له یو شمېر قومي مخورو او مشرانو سره وکتل.
راغلو قومي مخورو او مشرانو د ښاغلي وزېر د همکاریو په یادولو سره وویل، چې د ولسونو ستونزو حل او لیدنو ته یې د ځانګړي پام له امله د اسلامي امارت او خلکو تر منځ ښيې اړیکې رامنځته کړې دي.
د ننګرهار د کوټ ولسوالۍ مخورو په خپلو سیمو کې د اسلامي امارت له لوري د کلینیک، استنادي دیوال او کاریزونو د پاکولو د پروژو  وړاندېزونه وکړل.
همدارنګه د لوګر له خوښۍ ولسوالۍ څخه راغلو قومي مخورو او علمای کرامو د اسلامي امارت له لوري د هغوی د یو شمېر ستونزو د حل له امله مننه وکړه او یادونه یې وکړه، چې حکومت دې د کاري فرصتونو په موخه لاډېرې پروژې پلې کړي.
محترم مولوي عبدالکبیر راغلو قومي مشرانو او علمای کرامو ته د ښه راغلاست پر مهال وویل، چې اسلامي امارت ولس ته خدمت خپل مسوولیت ګڼي او هڅې روانې دي چې په ټولو برخو کې د افغانانو ستونزو ته حل ولټوي.
محترم مولوي عبدالکبیر زیاته کړه چې له اړوندو ادارو سره په همغږۍ به یې وړاندیزونو ته رسیدنه وشي.

Latest news

Wed, Mar 23 2022 9:28 PM
Background image

A training workshop was held for the heads of the Ministry of Refugees

The Ministry of Refugees, in collaboration with the United Nations High Commissioner for Refugees (UNHCR), organized a three-day training workshop for its Heads and Second Units on the. . .

BACK TO NEWS