بادغیس کې زر کورنۍ له نغدي مرستې برخمنې شوې
په بادغیس ولایت کې د لړم له پنځمې څخه د لړم تر شپاړسمې زرو کورنیو ته نغدي مرسته وېشل شوې ده.
په دغو کورنيو کې هغه بې ځايه شوې، راستانه شوې او اړمنې کورنۍ شاملې وې، چې مخکې د دغه ولايت د مهاجرينو ادارې له خوا د قادس، غورماچ، بالامرغاب، ژوند، ابکمري، مقر، دره بوم ولسوالیو او د بادغيس په مرکز کې پيژندل شوې وې.
د دې مرستې لومړۍ برخه د ٤ زره ٣٠٠ افغانيو په ارزښت د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ ادارې له لوري ووېشل شوه.
د يادونې وړ ده، چې په راتلونکي کې به پر دغو کورنيو د دې مرستې دوه نورې برخې هم ووېشل شي.