سرپل ولایت کې د همکارو موسسو استازو په شتون کې ناسته شوه

sadam_morr
-

د لړم په ۱۵ مه سرپل ولایت کې د همکاریو موسسو د استازو په شتون کې د کاري ډلو له غړو سره ناسته وشوه.

د همکارو موسسو استازو یاد ولایت ته د خپل سفر موخه یاده کړه او له کاري ګروپونو سره د کاري پلانونو په پلې کېدو، د اړمنو په موندلو، د بې ځایه شویو ستونزو او د دایمي حل لارو او سهولتونو په رامنځه کولو کې د دې ولایت د مهاجرینو امریت څخه د همکارۍ غوښتنه وکړه.

بل لورته د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو امر مولوي میر عبدالسلام هاشمي د مننې تر څنګ وویل، چې له یاد امریت سره په همغږۍ جبري توګه د راستنو شویو مهاجرینو  او بې ځایه شویو سره د مرستو په برخه کې زیاته پاملرنه وکړي.

نوموړي همداراز د اسلامي امارت له قوانینو سره سم د همکارۍ ډاډ ورکړ، چې د همکارو بنسټونو د استازو له لوري ورسره هم د همکارۍ ژمنه وشوه.