سرپل کې پر ۳۷ کورنیو نغدي مرسته ووېشل شوه

sadam_morr
-
په سرپل ولایت کې د لړم پر شپږمه له ۳۷ کورنیو سره نغدي مرسته وشوه.
په دغو کورنيو کې له ګاونډيو هېوادونو او ترکيې هېواد څخه په جبري توګه راستنې شوېکورنۍ شاملې وې، چې مخکې د دغه ولايت د مهاجرينو چارو آمریت له لوري اړمنې پيژندل شوې وې او د مهاجرت نړیوال سازمان له لوري په درې برخو کې ١٨، ۸، او ۱۰ زره افغانۍ او د ۱۳ ډوله توکو یوه روغتیایي کڅوړه د دغه ولایت د مهاجرینو چارو آمریت په څارنه ورکړل شوې.