د مهاجرینو چارو وزیر: د مهاجرینو لپاره باید رښتیانی خدمت وشي

sadam_morr
Wed, Oct 23 2024 10:18 PM
-
د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزیر الحاج خلیل الرحمن حقاني نن له لمانځه وروسته د وزارت په جومات کې کارکوونکو ته وویل: افغان مهاجرین زموږ او ستاسې کړېدلي ورونه دي، چې د ستونزو له امله بهرنیو هېوادونو ته مهاجر شوي دي او موږ باید د دوی د ستونزو د حل لپاره رښتیني خدمتونه وکړو.
هغه د اسلام مبارک دين لارښوونو ته په اشارې سره وويل: الله تعالی دې موږ ته د عبادت او خدمت توفيق راکړي، چې په ډاډمنه فضا، یووالي او اتفاق کې د خپلو مهاجرو ورونو خدمت وکړو او د نورو لپاره یوه نمونه واوسو.
ښاغلي حقاني د وزارت کارکوونکي د الله تعالی د احکامو اطاعت او عبادت ته وهڅول او د چارو په ترسره کېدو کې یې پر ضادقانه خدمت، روڼتیا او له مراجعینو سره پر ښه چلند ټینګار وکړ.

Latest news

Wed, Mar 23 2022 9:28 PM
Background image

A training workshop was held for the heads of the Ministry of Refugees

The Ministry of Refugees, in collaboration with the United Nations High Commissioner for Refugees (UNHCR), organized a three-day training workshop for its Heads and Second Units on the. . .

BACK TO NEWS