فاریاب ولایت کې د مهاجرینو ښارګوټي بشپړ پلان پلې کېدو چارې پیل شوې

sadam_morr
-

د فاریاب ولایت مهاجرینو ریاست د راپور له مخې، د تلې په ۲۲ مه نېټه د فاریاب ولایت په دولت اباد ولسوالۍ کې د رسالت مهاجرینو ښارګوټي د بشپړ پلان پلې کېدو چارې پیل شوې.

د فاریاب ولایت مهاجرینو رییس ملا سف الدین جهادي په خبره، د عالیقدر امیرالمومنین او د فاریاب ولایت د مقام د وړاندیز له پر بنسټ د ښارجوړولو وزارت یو پلاوي یادې ولسوالۍ ته سفر وکړ، د یادې ولسولۍ له مسوولینو او ځايي خلکو سره یې د ښارګوټي په تړاو خبرې وکړې.   

یاد پلاوي د ښارګوټي جوړولو پلان په تړاو ګډونوالو سره معلومات شریک کړل او زیاته یې کړه، چې د دې پلان په پلې کېدو سره به په عادلانه توګه بې ځایه شویو او راستنو شویو ته ځمکې ورکړل شي.

د مهاجرینو رییس د دولت اباد ولسوالۍ خلکو څخه د دې پروژې د ښه پلې کېدو په موخه د همکارۍ غوښتنه وکړه.

د ښارګوټي او انجنیرانو د امنیت ساتلو په برخه کې د یادې ولسوالۍ قوماندان او ولسوال د مهاجرینو رییس ته ډاډ ورکړ.