د پاکستان له بندخونو ۳۰ تنه افغان بندیان ازاد شول

sadam_morr
-

د پاکستان له بندخونو ۳۰ تنه افغان بندیان ازاد او د تلې په ۱۷ مه نېټه هېواد ته راستانه شول.

د ننګرهار ولایت د تورخم سرحدي امریت د معلوماتو له مخې، یاد شمېر افغانان د قانوني اسنادو د نه درلودلو له امله د پاکستان په بندخونو کې له ۴۰ ورځو تر ۲ میاشتو پورې بندیان و، چې د انټرپول پولیسو له لوري د تورخم فرضي کرښې له لارې هېواد ته راستانه او د مرستو تر لاسه کولو په موخه د کډوالۍ نړیوال سازمان ته ور وپېژندل شول.

د یادولو ده، چې په دې کې ۱۳ تنه له ۱۸ کلونو د کم عمر لرونکي کسان و، چې HARO موسسې ته وروپېژندل شول.