سرپل کې ۳۳ کورنیو ته مرسته ووېشل وشوه
په سرپل ولایت کې پر ۳۳ کورنیو د تلې پر یولسمه نغدي مرسته ووېشل شوه.
په دغو کورنيو کې له ګاونډيو هېوادونو او ترکيې څخه په جبري توګه راستنې شوې کورنۍ هم شاملې دي، چې مخکې د دغه ولايت د مهاجرينو چارو له لوري پيژندل شوې وې، چې د مهاجرت نړیوال سازمان له لوري او د مهاجرینو چارو په آمریت هرې کورنۍ ته په دوو برخو کې ١٨ زره او ١٠زره افغانۍ او د ۱۳ ډوله توکو يوه روغتيايي کڅوړه ورکړل شوه.