تخار کې له نږدې ۴۰ کورنیو سره مرسته وشوه

sadam_morr
-
د تلې په ۸ مه نېټه تخار ولایت کې له ۳۹ بې ځایه شویو او راستنو شویو کورنیو سره نغدي مرسته وشوه.
یادې کورنۍ چې د دې ولایت مهاجرینو ریاست له لوري له وړاندې پېژندل شوې وې؛ د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ له لوري د کوچینو کاروبارونو لپاره له هرې کورنۍ سره ۲۳ زره ۵۰۰ افغانۍ نغدي مرسته وشوه.
د یادولو ده، چې دغو کورنیو لومړنۍ مرسته له دې وړاندې تر لاسه کړې وه.