بغلان کې ۱۳۹ کورنیو ته مرسته ووېشل شوه
په بغلان ولایت کې د تلې پر پنځمه له ۱۳۹ راستنو شویو او اړمنو کورنیو سره نغدي مرسته وشوه.
دا کورنۍ مخکې د دغه ولایت د مهاجرينو چارو رياست له خوا اړمنې پيژندل شوې وې او هرې کورنۍ ته د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کميشنرۍ له لوري ٤٨زره٥٤٠ افغانۍ ورکړل شوې