بدخشان کې درې ورځنی روزنیز ورکشاپ جوړ شو

sadam_morr
-

د بدخشان ولایت مستوفیت لخوا د میزان پر دویمه د امارت د مالي او حسابي چارو په اړه درې ورځنی ښوونیز ورکشاپ جوړ شو.

د پروګرام په پیل کې د بدخشان ولایت د مهاجرینو چارو، ښاري او کور جوړونې رییسانو او د بدخشان ولایت مستوفي د پروګرام په اړه او ګډونوالو ته وینا وکړه.

په دې ورکشاپ کې د دغه ولایت د دولتي ادارو رییسانو، آمرینو او مالي او اداري مدیرانو برخه اخیستې، چې د استادانو له لوري به د بودجې د تطبیق له اصولنامې سره سم په منظم ډول د مالي او حسابي چارو د ستونزو د حل، د ادارو د بانکي حسابونو د پیشکي پیسو د حوالو د لګښت او لېږد څرنګوالي طرزالعمل، حسابي او باقیات، د کریډیټ لیتر اف او دغه راز د قوانینو د طبق د تصنیف لایحه او د ماليې وزارت د مقرراتو او کړنلارې د لارښود په اړه درې ورځې درس ورکړل شي.