غزني کې د عامه پوهاوي پروګرام جوړ شو

sadam_morr
-

د غزني ولایت د مهاجرینو چارو ریاست له خوا د ویستا موسسې په همکارۍ  د وږي میاشتې له ۲۴مې نیټې څخه تر ۲۷مې نیټې پورې د راستنو شویو او بې ځایه شویو لپاره د مدني اسنادو د ګټو په اړه د عامه پوهاوي پروګرام جوړ شو.

دا پروګرام د دغه ولايت د قره باغ ولسوالۍ په اړوندو سيمو کې جوړ او د حقوقي ستونزو او د تذکرې د ګټو او نورو مدني اسنادو د ترلاسه کولو په اړه لازم معلومات ورکړل شول.