بلخ کې د ۱۲۵ سرپناوو د جوړولو چارې پیل شوې

sadam_morr
Wed, Sep 11 2024 9:57 AM
-
 
په بلخ ولایت کې د مهاجرینو لپاره د ۱۲۵ سرپناوو د جوړولو چارې د وږي پر شلمه د مهاجرینو او راستنېدونکو چارو وزارت د مسلکي مرستیال مولوي عبدالرحمن راشد او د دغه ولایت د سیمه ییزو مسولانو په شتون کې پیل شوې.
دغه سرپناوې دوه خونې، یو تشناب او یو دهلیز لري، چې د اکرو موسسې له لوري د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ په مالي مرسته د ۴۴ میلیونه افغانیو په لګښت جوړېږي.
ښاغلي راشد د ملګرو ملتونو له کمېشنرۍ څخه مننه وکړه او وې ویل: تاسو ته ډاډ درکوم چې د اسلامي امارت مشرتابه او د مهاجرینو چارو وزارت به له تاسې سره په هر ډول همکارۍ کې درېغ و نه کړي.
هغه زیاته کړه: اسلامي امارت به ډېر ژر نورې ټولګټې یا عام المنفعه پروژې هم پیل کړي او د داسې کارونو د پلي کولو لپاره د ولس ملاتړ هم اړین دی.
د يو بل خبر له مخې، د مهاجرينو او راستنېدونکو چارو وزارت مسلکي مرستيال مولوي عبدالرحمن راشد د چين هېواد له لوري شوې مرسته، چې دوه مازدا موټر، دوه امبولانسونه، يو ټانکر، يو هايلکس او ٢٠٠ خیمې وې د بلخ ولایت د مهاجرینو ریاست ته وسپارله.

 

Latest news

Wed, Mar 23 2022 9:28 PM
Background image

A training workshop was held for the heads of the Ministry of Refugees

The Ministry of Refugees, in collaboration with the United Nations High Commissioner for Refugees (UNHCR), organized a three-day training workshop for its Heads and Second Units on the. . .

BACK TO NEWS