د ننګرهار د مهاجرینو چارو رییس د تورخم عمري کمپ وکاته

sadam_morr
-

د ننګرهار ولایت د مهاجرینو چارو رییس حاجي باز محمد عبدالرحمن د تورخم په فرضي کرښه کې د عمري  مېشتغالي او د لېږد رالېږد آمریت لیدنه وکړه.

د مهاجرينو رییس په خپلو خبرو کې د راستنېدونکو لپاره د لا زياتو خدمتونو پر برابرولو باندې ټينګار وکړ او له همکارو بنسټونو څخه يې وغوښتل، چې د مېشتغالي په اساسي کارونو کې مرسته وکړي.

دغه راز د لېږد رالېږد آمریت کارکوونکو هم د مهاجرینو چارو له رییس سره ستونزې شریکې کړې، چې د نوموړي له لوري د حل ډاډ ورکړل شو.